د کابل په ۱۹ ناحیه کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د لنډ مهاله خیاطۍ کورس په لاره اچول شوی دی

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۴۱
برگزاری کورس کوتاه‌مدت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له خوا د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د خیاطۍ درې میاشتنی کورس په لاره اچول شوی دی.

 په دغه کورس کې ۹۰ تنو زده کوونکو نوم لیکنه کړې ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک لنډ مهاله کورسونه د کارموندنې او د عاید په ترلاسه کولو کې اغېزمن وبلل.

 ښاغلي هوتک وویل چې لنډ مهاله روزنیزو برنامو د پراخولو هڅې روانې دي.

 تر دې وړاندې هم د حرفوي برنامو د سمون ریاست د مرکز او ولایتونو په انسټیټونو کې څو روزنیز کورسونه په لاره اچولې وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS