د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۹:۳۰
اخبار مرکزی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت پر خپلو فعالیتونو، نوښتونو او نوو تخنیکونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې په ګډه همکاري به موږ د لا نورو پرمختګونو شاهدان واوسو.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو وروستي پرمختګونه او نوښتونه وستایل او په خپل اړوند برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون نوی رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوی عبدالمطلب انصار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي مسؤلینو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د نوي رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۲۵
Background image

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ محصلینو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له تجهیزاتو څخه ليدنه وکړه

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ د برق څانګې محصلينو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له بیلابیلو تجهیزاتو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه. نوموړو همداراز د برق، سرکت بریکر او د سب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحی غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحی غونډه د کارمندانو په ګډون سره د یادې ادارې په عمومي تالار کې ترسره شوه. په دې ښوونیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او. . .

BACK TO NEWS