د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ محصلینو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له تجهیزاتو څخه ليدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۲۵

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ د برق څانګې محصلينو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له بیلابیلو تجهیزاتو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.

نوموړو همداراز د برق، سرکت بریکر او د سب اسټیشن د برښنايي تجهیزاتو د کارکرد څرنګوالي په اړه روزنه ترلاسه کړه.

په همدې حال کې د برق څانګې استاد په دغه علمي سفر کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله د یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

BACK TO NEWS