د نورستان د اداره او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو اوومې دورې فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۱:۳۵
Nooristan

د نورستان د مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د محاسبې او بانکدارۍ څانګې د فراغت اوومه دوره فراغت غونډه د د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ترسره شول.

 په یادو مراسمو کې د محاسبې او باګدارۍ له څانګو څخه ۱۵ تنو فارغانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د غونډې په پیل کې د نورستان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړو آمر حضرت الله وحدت زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دوی په د احساس په درک او مسؤلیت په منلو سره د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په کلکه کار وکړي.

 د نورستان والي حافظ محمد اغا حکيم هم خبرې وکړې او فارغانو ته يې په خطاب کې وويل: "له دې وروسته تاسو يو ستر مسووليت پر غاړه لرئ د خلکو او خپلې ټولنې ته د خدمت په موخه له هيڅ ډول هڅو او کار څخه ډډه مه کوئ."

د نورستان والي تخنيکي او مسلکي زده کړې د يوه هېواد د پرمختګ څرګندونه وبلله او ويې ويل چې یاده اداره په عصري ټولنه کې ډېره مهمه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS