یوه چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه کوي
ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس، د چینایي کمپنۍ له پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دغه پلاوی د «ینکي» کمپنۍ په استازیتوب د چین هېواد له لوري افغانستان ته رالېږل شوی دی، ترڅو په هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.
چیني پلاوي په دغه ناسته کې د خپل کار د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل، زیاته یې کړه چې اساسي موخه یې په افغانستان کې د بازار لپاره د مسلکي قوې روزنې لپاره د یو حرفوي انستیتوت جوړول دي.
همدارنګه دغه پلاوي په افغانستان کې د بشپړ امنیت څخه خوشحالي څرګنده کړه، ویې ویل زیاتې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
په همدې حال، دواړو لورو په افغانستان کې د حرفوي انستیتوت جوړولو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وکړې، او دواړو لورو په دې هکله خپل نظرونه شریک کړل.
په دغه ناسته کې، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د بیوزلۍ له منځه وړل او د کار د بازار لپاره د مسلکي قوې تربیه کول د دغه ادارې له اساسي موخو څخه دي.
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو کمپنیو لکه «ینکي» لپاره د پانګونې فرصتونه برابریږي.
په دغه ناسته کې فیصله وشوه، ترڅو ددواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک امضاء کولو لپاره زمینه برابره او په رسمي توګه همکاري پیل شي.