په کندهار کې د دولتي ادارو نوي ګمارل شوي کارکوونکي له دوه میاشتني روزنیزې دورې څخه فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۷:۱۰
فارغین

د کندهار ولایت ملکي او نظامي ادارو څه د پاسه ۱۰۰ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري له دوه میاشتني روزنیزې دورې څخه فارغ شول.

دا کارکونکي چې د افغانستان ا.ا "م.ج.ا.هد.ین" دي، په دوو میاشتو کې د ادارې او مدیریت مهارتونه او انګلیسي ژبه زده کړې.

د يادو کارکوونکو د فراغت په مراسمو کې د کندهار ولايت د انسانې سرچينو رئيس مفتي ميرزا ​​محمد زاهد په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه او ټولو هغو "م.ج.ا.هدينو" ته چې فارغ شوي دي د مبارکۍ ترڅنګ وويل، چې په دې روزنيزې دورې کې به تجربه لرونکي استادانو ګډونوالو ته د ادارې په برخه کې هر اړخیزه روزنه ورکړي.

په څو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریتونو د "م.ج.ا.هدینو" لپاره چې په ملکي او نظامي ادارو کې ګمارل شوي د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره هڅه کوي چې دغه پروګرام په ټولو ولایتونو کې پراخ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS