په هرات کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو تدریسي او اداري چارې وڅیړل شوي
هرات ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارو لېږل شوي پلاوي په یاد ولايت کې د مسلکي لېسو او انسټیټونو تدریسي او اداري چارې وڅيړلې.
یاد پلاوي د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارکوونکو ته د پلان جوړونې مهارتونو، د عملیاتي پلان ترتیبولو، د راپور لیکلو او همدارنګه د احصائیوي فورمو د چمتو کولو په اړه روزنیز ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نورو ولایتونو ته هم پلاوی استولی دی.