په ننګرهار کې د ناشنوایانو لیسې ته دری سوه ټوکه د اشاروي ژبې کتابونه ورکړل شول
د ناشنوایانو ملي موسسې په ننګرهار ولایت کې د ناشنوایانو مسلکي لېسې سره ۳۰۰ ټوکه د اشاروي ژبې کتابونو مرسته وکړه.
د دغه کتابونو منځپانګه تعلیمي او کلتوري ده.
د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ناشنوایانو موسسې له همکارۍ مننه وکړه او د کتابونو دغه اندازه یې د ښوونیزو موادو د کمښت په حل کې مهمه وبلله.