په میدان وردګو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام دوام

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۴:۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د اداري او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

په چک ولسوالۍ کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام د افتتاحیې په مراسمو کې ویناوالو د مجاهدینو د روزنې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه له پاملرنې او هلو ځلو څخه ستاینه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د مجاهدينو لپاره د ادارې او مديريت روزنيز پروګرامونه پيل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د چمتو شوې طرحې پر بنسټ؛ مجاهدین کولای شي په ټول هیواد کې دهغوی د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام لپاره شامل شی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

BACK TO NEWS