مولوي غلام سعید احساس د زابل له مرستیال والي سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د زابل ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي محب الله حماس سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د دواړو نهادونو ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د دغې غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه توضیحات ورکړل.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز د دغې ادارې له خوا د مجاهدينو لپاره د چمتو شوې روزنیزې طرحې يادونه وکړه او ويې ويل، چې د دغه طرحې پر بنسټ به د مجاهدينو لپاره د عصري علومو د زده کړې زمينه برابره شوې ده.
له بلې خوا د زابل مرستيال والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په یاد ولايت کې به د مجاهدينو لپاره د چمتو شوې روزنيز طرحې د تطبيق په برخه کې همکاري وکړي.
همدارنګه ښاغلي مولوي محب الله حماس د مجاهدينو لپاره د روزنیزه طرحه يو ستر خدمت وباله، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا ترسره کېږي.
