مولوي غلام حيدر شهامت: د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخه د کاري ځواک روزل، کار پيدا کول او د بېوزلۍ له منځه وړل دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۳:۴۵
course

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د څیړنې روشونو په اړه لس ورځنی روزنیز کورس د دغه ادارې د برنامو تحقیق او تضمین کیفیت ریاست له خوا په لاره واچول شو.

د دغه کورس د پرانېستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د دې ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس ګډون کړی و.

د دې مراسمو په پیل کې ښاغلي احساس وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې پر تحقیق او نوښت ټینګار وکړ.

هغه د دغه ادارې له کارکوونکو وغوښتل چې د نوښت او خلاقیت لپاره هلې ځلې وکړي.

تخنیکي او مسلکي مرستیال زیاته کړه، د زده کړې برخې ته پاملرنه او د ټولنې له اړتیاوو سره سم د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول د هېواد چټک پرمختګ بنسټ جوړوي.

ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت خبرې وکړې او ويې ويل، چې څېړنه په استدلال سره موضوع ثابتوي.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د زده کوونکو روزلو او د نصاب څرنګوالی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لومړیتوبونو څخه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې موخه د کاري ځواک روزل، کار پيدا کول او د بېوزلۍ له منځه وړل دي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او بازار ترمنځ پر نږدې اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له دې اړیکو پرته د کارموندنې او کار پېژندنې هڅې اغېزمنې نه دي.

په همدې ترتيب د برنامو د تحقیق او د تضمين کیفیت رييس پوهانیار دلاور درمل د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه اداره دا مهال يوه صادقه او ژمنه رهبري لري.

ښاغلي درمل د تحقیق ریاست راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه رياست په پام کې لري چې درې مهمې څېړنې ترسره کړي. هغه زیاته کړه، چې له دغو څېړنو څخه یوه هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د وضعیت څیړل دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS