زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د کارولو څرنګوالی په مفصل ډول تشریح کړ.

د دې تعلیمي مرکز زده‌کوونکي وایي، چې عملي زده‌کړې د دوی د ښه پوهېدو لپاره ډېرې ګټورې دي او کولی شي فارغان د کار بازار ته ننوتلو لپاره لا ښه چمتو کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه هم تل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو په پیاوړتیا او ښه‌والي ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS