د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او یونیسف استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، د یونیسف سلاکار ډاکټر «ترنس جنتزي» او د څارنې او ارزونې برخې د پوهنې متخصص «نیناد تومیچ» ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د بهرنیو اړیکو رئیس انجنیر احمد نبي نایل د یونیسف پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تشکیلاتي جوړښت، دندې، فعالیتونو، ښوونیزو پروګرامونو، شته ظرفیتونو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې معلوماتي پریزنټېشن هم د یونیسف له استازو سره شریک شو، چې پکې د ادارې بېلابېل فعالیتونه او پروګرامونه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا زمینه او کاري لومړیتوبونه تشریح شول.

همدارنګه په دې ناسته کې د ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو، شته ظرفیتونو، اړتیاوو او لومړیتوبونو او له نړیوالو همکارو بنسټونو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر فرصتونو بحث وشو.

د یونیسف استازو هم د غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د فعالیتونو، پروګرامونو، تشکیلاتي جوړښت او ظرفیتونو په اړه خپلې پوښتنې او موضوعات مطرح کړل، چې د بهرنیو اړیکو رئیس او اړوندو مسئولینو له لوري ورته لازم معلومات او ځوابونه وړاندې شول.

د یونیسف استازو د وړاندې شویو معلوماتو او توضیحاتو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغې ناستې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د هغې د فعالیتونو په اړه د لا روښانه درک او هراړخیزو معلوماتو زمینه برابره کړه.

هغوی همدارنګه د اړیکو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یونیسف د راتلونکو فعالیتونو د طرحې او پلان جوړونې پر مهال به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې شته ظرفیتونه او لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د همغږۍ پر دوام، د معلوماتو پر تبادله، د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د فرصتونو پر ارزونه ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره هڅه کوي د دې ډول ناستو له لارې له نورو بنسټونو سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې او پراخې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS