د کاپیسا ولایت (حصه دوم کوهستان) ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د برق په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸

د کاپیسا ولایت (حصه دوم کوهستان) ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د سب استیشن د تجهیزاتو په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.

دغه‌راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د سب استیشن تجهیزاتو لکه کنترول روم، ترانسفارمر او لوړ ولتاژونو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS