د کابل ښار میخانیکي انسټیټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورس پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۶:۱۷
لنډ مهاله حرفوي کورس

دغه دری میاشتنۍ حرفوي کورس د کابل په میخانیکي انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له خوا په لاره واچول شو.

په دغه پروګرام کې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته د خیاطۍ او سولر سیسټم زده کړې ورکول کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اهميت د ټينګار تر څنګ وويل، چې د حرفې او مسلک په زده کړه سره کولای شو، « د حلاله روزي لاسته راوړو«.

په وروستیو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سلګونو کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه په لاره اچولې دي.

په دغه کورسونو کې د لمریزې برښنا انجینرۍ (سولر سیسټم)، موبایل او خیاطۍ مهارتونه تدریس کیږي.

دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د روزلو او د هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د نجراب کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو ته د سب‌اسټیشن په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ کثيرالرشتوي انسټيټوټ د الکتروتخنیک څانګې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د سب سټيشن په اړه عملي روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد نوموړو ته د سب‌اسټېشن د تجهیزاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۳
Background image

د شکردرې کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د برېښنا اسټېشن په اړه روزنه ورکړل شوه

د کابل ولایت د شکردرې کثیرالرشتوي لېسې د دولسم ټولګي د برښنا څانګې زده کوونکو د استالف ولسوالۍ د اوبو برښنا اسټېشن څخه په لیدنه کې د برښنا اسټېشن په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې. د درس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د بلخ د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلینو د انافي موسسې سره ناسته ترسره کړه

دبلخ ولایت د تخنیکی او مسلکي آمر محترم نورالله صلاح الدین امینی په دغه ولایت کې د انافي موسسې له یوه پلاوی سره ناسته ترسره کړه. په دې کتنه کې د موبايل ترميم په برخه کې د لنډ مهاله حرفوي. . .

BACK TO NEWS