د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت برښنايي موټر جوړوي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۹:۳۵
د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت داسې طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې په نړیوال معیار برابر برښنایی موټر جوړ کړي.

د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فضل الباري نصرت د یاد ولايت تخنيکي او مسلکي مرکزونو د يو شمېر استادانو په شتون کې د دغه طرحې عملي کېدو څرنګوالي په اړه د ننګرهار ولايت له مرستيال والي محمد رباني ناصح سره خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ننګرهار تخنيکي او مسلکي آمر وويل«د برښنايي موټر د جوړولو طرحې پر بنسټ به دغه موټر د لمريزې انرژۍ په وسيله چلېږي او د اتو مسافرو ظرفيت به ولري».

ښاغلي نصرت دا هم وویل، چې د دغه موټر ټولې پرزې به د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو په آمریت کې جوړې شي.

د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د برښنايي موټر د جوړولو  طرحې د ستاينې پر مهال؛ نوموړي د دغه طرحې د عملي کېدو په اړه د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولينو ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS