د میدان وردګو ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۱:۵۳

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې یاد ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې د یو شمیر استادانو لپاره یې د ظرفیت لوړولو څلور ورځنی ښوونیز سیمینار پیل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز سیمینار د یاد د ځاګړو زده کړو لیسې د استادانو لپاره د ناروې کمیټې په همکاری ترسره شوی چې نوموړي به په پدې ښوونیز پروګرام کې (دناشنوایانو لپاره داشاری ژبی) په برخه کې روزنه ترلاسه کړه.

د دې روزنیز سیمینار د ترسره کیدو موخه د میدان وردګو ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې د استادانو د ظرفیت لوړول دي.

په ورته وخت کې، ددې پروګرام ګډونوالو د هغوی لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړو د یاد پروګرام د دوام غوښتنه هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS