د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت یو نندارتون ترسره کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۵۸
نمایشګاه

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت په نوښت یو تخنیکي او مسلکي نندارتون ترسره شو.

په دغه مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو محصلینو او استادانو خپل تولیدات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دغه برنامه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر حکمت الله حکمت وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اهميت څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او متخصصو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې. نوموړي د ميدان وردګو ولايت د جهاد سنګر په توګه ياد کړ.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې افغانستان د اشغالګرو لپاره خوندي جغرافیه نه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوس په هېواد کې د جوړولو وخت را رسیدلی دى. نوموړي له ځوانانو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلي شهامت همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول د خلکو او هېواد د اقتصاد په ځان بسيا کولو کې ډېر مهم وباله.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې چمتو کول د دغې ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به مجاهدینو لپاره د حسابدارۍ، کمپيوټر، مديريت او انګليسي برخو کې د زده کړو  زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې زده کوونکو د ودانیو بریښنایي سیم غځونې په اړه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت دولت شاه تخنيکي اومسلکي لیسې د بریښنا څانګې زده کوونکو د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې د ودانیو بریښنایي سیم غځونې د څرنګوالی په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې. همداراز نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۰
Background image

په بلخ ولایت کې د مجاهدینو فراغت‌غونډه د ا.ا.ا لوړپوړو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د مجاهدینو فراغت‌غونډه د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او حاجي محمد یوسف وفا په شمول د ا.ا.ا یو شمیر نورو لوړپوړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل والي له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

ښاغلي ملا امین‌الله عبید، د کابل والي، د کابل ښار له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود. د دې لیدنې په. . .

BACK TO NEWS