د مولوي غلام حیدر شهامت او ریاست الوزرا له یوه پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۲۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حیدر شهامت په خپل کاري دفتر کې د ریاست الوزرا د عمومي دفترریاست له مرستیال محترم سید احمد مستقیم سره وکتل.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله د مخابراتو وزارت حقوقي رئیس، مولوي عبدالاحمد طیب، سلطان احمد سباوون د الکترونیکي تذکرو رئیس او د احصائیې او معلوماتو ادارې د نفوسو د احوالو  ثبت رئیس روح الامین هم حضور درلود.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

د یادې غونډې په پيل کې د د ریاست الوزرا د عمومي دفتر ریاست مرستیال د اداراتو د مسوولينو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې نوموړي باید د ستونزو د هواري په موخه له یو بل سره همغږي اوسي.

له بلې خوا د احصايې او معلوماتو ادارې مسوولينو په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې له نوموړو سره په بېلابېلو تخنيکي برخو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم مولوي غلام حيدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مختصره توګه د یادې ادارې په هکله توضیحات وړاندې کړل.

محترم مولوي شهامت د "اداراتو وسایلو د ترمیم مرکز" د جوړولو طرحې څخه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا جوړه شوې طرحه ده هم یادونه وکړه او ویې ویل چې په تطبیق سره به یې د اداراتو د تجهیزاتو او ډیجیټل وسایلو د ترمیم او بیارغونې زمینه مساعده شي.

دغه راز دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ژمنه وکړه چې یاده اداره  د احصايې او معلوماتو د ادارې په ګډون له ټولو اداراتو سره په تخنيکي او مسلکي برخو کې همکاریو ته چمتو ده .

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په نننۍ غونډه کې پر يو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۷:۱۸
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا هیواد له تخنیکي پلاوي سره وکتل

د مالیزیا هیواد له خصوصي سکتور څخه یوه تخنیکي پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل. دا ناسته د تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۷
Background image

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه. یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت اړوند ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د تعمیر بیارغونه

د خوست ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې ځینې برخې بیارغولي دي . د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې نوموړو د یاد. . .

BACK TO NEWS