د مجاهدینو لپاره د روزنیز فرصتونو په برابرولو کې د کورنیو چارو وزارت له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه قدرداني وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د شاوخوا ۱۳۰۰ تنه مجاهدینو د فراغت په پار، فراغت غونډه ترسره کړه.

په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو مقاماتو او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي ادارې رهبري ګډون درلود او ویناوې یې هم وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، ددې ادارې اړوند له ادارې او مدیریت پروګرام څخه د مجاهدینو په فراغت غونډه کې وینا وکړه.

الحاج مولوي شهامت روښانه کړه چې د هیواد په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د زده کړو لپاره د زمینې برابرول د ا.ا.ا له لاسته راوړنو څخه ده. نوموړي همدارنګه د مجاهدینو څخه په تعلیمي او اداري برخو کې د ظرفیت پر لوړولو کې پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي مولوي شهامت په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ډاډ لري هغه مجاهدین چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مدیریتي ښونیز پروګرام څخه فارغ شوي، په سمه توګه یې د اداري چارو پرمخ وړلوړ وړتیا ترلاسه کړې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس همدارنګه وویل چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین د تخنیکي او مسلکي په مرکزونو کې د مدیریتي زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

 په همدې حال کې، مولوي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت معین چې په دې مراسمو کې یې حصور درلود، د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د مجاهدینو د روزنې پر اهمیت یې هم وینا وکړه.

د هیواد د کورنیو چارو وزارت معین په خوست ولایت کې د وینا پرمهال، د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت پروګرام په چوکاټ کې د زده کړو د زمینې په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

ښاغلي عمري ټینګار وکړ چې مجاهدین تل د هېواد د خاورې څخه ساتنې او دفاع ته چمتو دي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د افغانستان مجاهد خلک د خپل هېواد په وړاندې د دسیسو په وړاندې ژمن او متحد دي.

بلخوا، د خوست والي مولوي عبدالله مختار د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مدیریتي زده کړو څخه د مجاهدینو په فراغت غونډه کې وویل چې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې د زده کړو زمینه برابرول یو له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.

د خوست والي، د مجاهدینو د زده کړو په برخه کې د پاملرنې په پار د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

دغه پروګرام په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه مجاهدین د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي او یو شمېر یې په مختلفو اداري او نظامي سکتورونو کې پر خدمت بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS