د مالی او ادارې چارو مرستیال ولایتونو له تخنیکي او مسلکي امرینو سره غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۴:۵۵
مالی معاونیت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په دې ناسته کې ولایتونو له تخنیکي امرینو سره بودجې د لګولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی فاضل د غونډې په پیل کې چې په مجازی ډول جوړه شوې وه، وویل چې د دې غونډې له جوړیدو یې موخه د بودجې د مصرف د بهیر او په دې بهیر کې د شته ستونزو څیړل دي. هغه ټینګار وکړ، چې بودجه باید په سمه او پر وخت ولګول شي.

د مالي او ادارې چارو مرستيال ولايتونو له تخنيکي او مسلکي امرینو څخه وغوښتل چې خپله همغږي له سيمه ييزو چارواکو سره زياتې او د سيمه یيزو ادارو په اداري غونډو کې ګډون وکړي.

په دې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس سيد عباس ايوبي ددغه ادارې له ولایتی امرینو څخه وغوښتل چې زده کوونکو لپاره بدل اعاشی ورکولو په برخه کې شته ستونزې له ده سره شريکې کړي څو ورته د حل لارې چارې ولټول شي.

په دې ناسته کې ولایتی امرینو د ولایتونو تخنیکي او مسلکي امریتونو بودجې د لګولو په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS