د لوګر د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ارزونې راپور وړاندې شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۲۵
Markaz

لوګر ولایت ته راغلي پلاوي، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ارزونې راپور ته وړاندې کړ.

د پلان ریاست د خصوصي سکتور رئیس حبیب الله شیرواني او د تعلیمي او تحصیلي چارو رئیس ګل محمد سجاد د راپور وړاندې کولو پر مهال په لوګر کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت په اړه په تفصیل خبرې وکړې.

دوی د لوګر د مسلکي لېسو او انسټیټونو د ستونزو په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره خبرې وکړې او د ستونزو د حل او د وضعیت د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه وکړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د دې ادارې مرستيالانو د اداري پلاوي وړانديزونه واورېدل او ټينګار يې وکړ، چې په تخنيکي او مسلکي مرکزونو کې د زده کوونکو جذب ته بايد پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ولايتونو انسټیټونو او مسلکي لېسو د څارنې لپاره يو شمېر پلاوي لېږلي دي.

په لومړي پړاو کې دغه پلاوي لوګر، غزني، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

د پلاوي څارنې موخه د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل، د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر د کانونو انسټیټوټ لسمې دورې فراغت نمانځغونډه ترسره شوه

د لوګر د کانونو د انسټیټوټ د لسمې دورې فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې ځايي چارواکو، دیني عالمانو او د زده کوونکو کورنیو ګډون کړی و. په روان کال کې له دغه انسټیټوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۵
Background image

د افرن موسسې د ملاتړ په لړ کې د باميانو مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو څخه ملاتړ ډاډ ورکړ

د افرن موسسې یا «دوستی فرانسه – افغانستان» د ملاتړ په لړ کې د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه خپل ملاتړ ډاډ ورکړ. د بامیانو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمر امین. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کوونکو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

د فارياب د مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ استادانو د 1402 تعليمي کال لپاره د زده کړیالانو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ. دوی د ميمنې ښار په منځنيو او عالي لېسو ته تللی او د. . .

BACK TO NEWS