د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لخوا د عملي روزنو د زده کړې بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۳۵

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د بریښنا څانګې محصلینو د بریښنا په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د فیوز بکسې په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

د درس په دوام کې، محصلینو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، او همدارنګه د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي درسونو زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نړیوالې غونډې جوړېدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي امارت د مسؤلینو، د لوړو زده‌کړو وزارت د استازو، ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد. . .

BACK TO NEWS