د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د شاتو مچیو روزنې عملي زدهکړه
د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زدهکوونکو د شاتو مچیو روزنې په برخه کې عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
زدهکوونکي د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د شاتو مچیو روزنې له بېلابېلو پړاوونو، ساتنې طریقو، تغذیې او د شاتو د راټولولو له لارو چارو سره بلد شول.
همدارنګه د اړوندې څانګې استاد د شاتو مچیو عامې ناروغۍ او افتونه په اړه زدهکوونکو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.
د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسؤلین وایي چې د شاتو مچیو روزنه په دې ولایت کې یو مهم او عاید لرونکی زراعتي مسلک دی او ګڼ شمېر فارغان دا مهال د کار په بازار کې په همدې برخه کې په کار بوخت دي.
