د ایټالیايي پروفیسور له لوري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره علمي کنفرانس ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۵۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د «ساینسي علومو کې نوښت» تر سرلیک لاندې کنفرانس د نابینا کسانو لپاره د ځانګړو همکاریو د برابرولو په موخه ترسره کړ.

د پروګرام په پیل کې د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست وارسی کوونکي عبدالودود عمر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې موخو او پروګرامونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ناروې کمېټې یوې مسؤلې ډاکټر فرانچکا وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د لید معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ باید لا پیاوړی شي. نوموړې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رول هم وستایه چې نابینا کسانو ته د تعلیمي خدمتونو په وړاندې کولو کې یې ترسره کړی دی.

همدارنګه د ایټالیا هیواد د یوه پوهنتون استاد ډاکټر فلیپو پترولي د ساینسي علومو او علمي نوښتونو ترمنځ د اړیکو او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو همکاریو د رامنځته کولو په اړه علمي وینا وړاندې کړه.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې او اړوند مسؤلینو ورته لازم ځوابونه وړاندې کړل.

دا کنفرانس په داسې مهال کې ترسره شو، چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د لید او اورېدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د کورنیو او بهرنیو لسګونو بنسټونو په ګډون یو مهم کنفرانس جوړ شوی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د ایټالیايي پروفیسور له لوري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره علمي کنفرانس ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د «ساینسي علومو کې نوښت» تر سرلیک لاندې کنفرانس د نابینا کسانو لپاره د ځانګړو همکاریو د برابرولو په موخه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ملا برادر آخند کلي ته سفر!

د تېرې جمعې مبارکې پهٔ ورځ مو سهار وخته له کابل څخه د ارزګان پهٔ لور حرکت وکړ، د سهار لمونځ مو پهٔ ناني کې اداء کړ او ناشته مو پهٔ کلات تاریخي ښارګوټي کې وکړه، همغه کلات درته یادوم چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د شبکې (نېټورک) په برخه کې د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د شبکې (نېټورک) څانګې زده‌کوونکو د یو عملي جلسې په ترڅ کې د شبکې لپاره د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو طریقه په عملي ډول زده کړه. د اړوندې څانګې. . .

BACK TO NEWS