د فراه ولایت د ځانګړو زده کړو په لېسه کې د ړندو«نابینایانو» روزنیزه څانګه فعاله شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هیواد کې د لید معلولیت لرونکو کسانو څخه د ملاټر په موخه د فراه ولایت د ځانګړو زده کړو په لېسه کې د ړندو«نابینایانو» روزنیزه څانګه فعاله کړه.

ددې څانګې د فعالیدو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لویدیځ زون رئیس او د مرکزي هستې استازو او همدارنګه د یاد ولایت یو شمیر سیمه ایزو مقاماتو هم ګډون درلود.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس ښاغلي مولوي ملتان ذاکر په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده تر څو د ټولنې ټولو قشرونو ته د مسلکي زده کړو زمنیه برابره کړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه؛ له دې سره چې معلولین جسمي محدودیتونو لري خو بیا هم هغوی له ډیرو وړتیاوو او استعدادونو څخه برخمن دي چې که مناسب فرصت ورته برابر شي، کولی شي په ټولنه کې اغیزمن او ارزښتناک رول ولوبوي.

په غونډه کې نورو ویناوالو هم د لید معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دې څانګې لخ جوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه یې قدرداني او ستاینه هم وکړه.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال شاوخوا ۴۰ تنه ناشنوا او ۸ تنه نابینا زده کوونکي د فراه ولایت د ځانګړو زده کړو په لېسه کې پر زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS