د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۱۶
tveta

د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه ٧٤ تنه محصلين د یاد ولايت د کثیرالرشوي او همدارنګه د کرنې او وترنرۍ له څانګو څخه فارغ شول .

په دغه مراسمو کې د فاریاب ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد په ګډون د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو هم برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې.

د دغه مراسمو په پيل کې د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي محمد مجاهد د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو، موخو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د فارياب له تخنيکي آمریت سره يې د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د همکاريو قدرداني وکړه. .

په ورته وخت کې د فاریاب مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او ځوانان یې د افغانستان د سرمایې په توګه یاد کړل.

ښاغلي مولوي حميدالله ارشاد دغه راز زياته کړه، هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ورپسې د فارياب د علماوو شورا رئيس ښاغلي مولوي حيات الله حليم هم وينا وکړه او ويې ويل: له تعليمي او تحصیلي دورې څخه فراغت د پای ته رسولو په معنا نه دی، بلکې دا دنده ده چې ټولنې ته په تخصص او ژمنتیا سره خدمت وکړو.

د دې مراسمو نورو ويناوالو هم په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو  پر اهميت او اړتيا ټينګار وکړ او دغه برنامه یې  فارغانو ته د تصدیق پاڼو  په ورکولو او د افغانستان خلکو لپاره د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS