د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو.

په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم انجنیر احمد نبي نایل، هم حضور لري.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ته د یوه نړیوال بنسټ له لوري بلنه ورکړل شوې ده، چې د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لپاره د «ښوونیزو تجهیزاتو او عملي زده کړو سیسټمونو د طرحې او تولید» په برخه کې فعالیت کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس د دغه سفر اساسي موخې د علمي، تخنیکي او ښوونیزو اړیکو او همکاریو پراختیا، د تخصصي تجربو تبادله او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې له نوو لاسته راوړنو سره بلدتیا بلل شوې دي.

همدارنګه، په دې سفر کې به له تخصصي او ښوونیزو بنسټونو سره د رغنده تعاملاتو پر پیاوړتیا، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو، د ښوونیزو سرچینو د ډیجیټلي کولو بهیر پر پراختیا، د تدریس له معاصرو لارو چارو سره پر بلدتیا او د کوربه هېوادونو له علمي او تخنیکي تجربو څخه پر ګټې اخیستنې خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې له اړوندو ښوونیزو مرکزونو او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړي او د اړوندو بنسټونو له مسؤلینو او متخصصینو سره به وګوري او خبرې اترې به وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او د بېلابېلو هېوادونو له بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړولو، د تخصصي ظرفیتونو پیاوړتیا او د ښوونیزو امکاناتو د ښه والي زمینه برابره کړي او د هېواد د کاري بازار اړتیاوو ته د ځواب ویونکو مسلکي بشري کادرونو په روزنه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS