د سرپل ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د «مجاهدینو» روزنیزه دوره جوړه کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۲
مجاهدین

 د سرپل ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا د افغانستان ا.ا یو شمیر «مجاهدینو» لپاره ۴۵ ورځنی روزنیزه دوره جوړه شوه.

 د سرپل ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر سيد غياث الدين احمدي وايي، چې د دغه روزنيزې دورې ترسره کولو موخه د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» د اداري او مديريتي مهارتونو لوړول دي.

د هغه په ​​وينا، په دې روزنيزه دوره کې دافغانستان ا.ا څلوېښتو "مجاهدينو" ته چې اوسمهال په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي، د ادارې او مديريت مهارتونه، د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې ورکول کېږي.

ورته روزنیزې دورې  پخوا په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم په لاره اچول شوي وی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړی کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS