د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۲
TVETA

د سمنګان ولایت د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په اړه مفصل معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۶
Background image

د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ په پار تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس جوړ کړ. دغه کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په مرکزي. . .

BACK TO NEWS