د جوزجان د تخنيکي انستيتوت زده کړیالانو خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۴:۲۲
جوزجان

د جوزجان تخنیکي انسټیټوټ زده کړیالانو په یو لړ مراسمو کې خپل مهارتونه او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

دا پروګرام د "زده کړیالانو د ذهنونو او مسلکي مهارتونو ازموینې" تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د جوزجان د تخنیکي انسټیټوټ امر سید سراج الدین غني په دغه پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي مهارتونو ترلاسه کولو په موخه ځوانان وهڅول.

په دې پروګرام کې د برېښنایې دروازې او ترافیکي نښانو یو سیټ چې د جوزجان میخانیکي انسټیټوټ زده کړیالانو له نوښتونو څخه وو، نندارې ته وړاندې کړای شو او د پروګرام ګډونوالو ته یې جوړ کړای شویو تجهیزاتو په اړوند توضیحات ورکړل.

په وروستیو کې ممتازو زده کړیالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS