د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې نوی ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د دوه ورځنی روزنیز سیمینار جوړول

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۱:۴۸
siminar1399

په نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ځای تر سرلیک لاندې د ظرفیتونو لوړولو په اړه دوه ورځنی روزنیز سیمینار.

د هیواد اداره او د کارکوونکو د چلند او طرز په مقرره پوهیدلو اړوند د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې نوي ګمارل شويو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو.

د سیمینار په لومړۍ ورځ، نوي ګمارل شويو کارکوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لیدلوری، ماموریت او ستراتیژیک اهدافو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د انسانی سرچینو رئیس ښاغلی عبد الوارث اسکندری د سیمینار په پیل کې وویل: په ستراتیژیکو موخو پوهیدل او څیړل موږ ته دا وړتیا راکوي چې خپلې کارې کړنې په غوره توګه ترسره او دې موخو ترلاسه کولو لپاره باید هڅه وکړو.

هغه زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې د انسانی سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکې خدمتونو کمیسیون سره په ګډه همکارۍ د خپلو کارکوونکو ظرفیت ته وده ورکولو لپاره د اړتیاوو ارزونې برنامې ترسره کړي ترڅو د روزنې اړتیاوو، ظرفیت لوړولو پلانونو او د کارمندانو لپاره پنځه کلن پلان د 1400 کال لپاره چمتو شی. ښاغلي اسکندري همدارنګه زیاته کړه چې دا روزنیزه برنامه به په دوامداره توګه د ټولو کارکوونکو لپاره په نوبتې ډول ترسره شي.

د سیمینار په دویمه ورځ، د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د انسانی سرچینو د ظرفیت لوړونې آمریت مدیریتی برنامو استاد، مرتضی مضفری د ملکې خدمتونو د مامورینو د طرز او چلند مقرره تشریح کړه.

پدې روزنیزه غونډه کې، مظفري د یادې مقرری د موخو او دولتي کارکوونکو ماموریت په اړه بشپړی څرګندونې ورکړی.

د برنامې په پای کې، هغه کارکوونکو چې په سیمینار کې برخه اخیستې وه دا ډول سیمینارونو جوړول ګټور وبلل او د دې دوامداره ساتلو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS