د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې، د پلاوي له لوري د فراه کرنې او وترنرۍ انستیتوت وضعیت وڅېړل شو
د ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انستیتوت وضعیت وڅېړه.
دغه پلاوي د یاد ښوونیز مرکز ټول اسناد وڅېړل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.
له دې مخکې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو نور مرکزونه هم څېړل شوي دي، په پلان کې ده چې نور تعلیمي مرکزونه هم وڅېړل شي.