د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست او د لوړو زده کړو د وزیر ترمنځ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۴۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د هیواد د لوړو زده کړو له وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

د دې غونډې محور؛ د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو او د تجربیاتو تبادله ویل شوې ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل او دواړو لورو په بېلابېلو نورو موضوعاتو او د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د تفاهم‌لیک پر بنسټ د ظرفیت لوړونې، نصاب او علمي څېړنو په برخه کې د همکاریو پر پیل هوکړه وشوه.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادان او فارغان به له یوې اختصاصي ازموینې وروسته د ماسټرۍ او دوکتورا په دورو کې د شاملیدو لپاره د هېواد په پوهنتونونو کې شامل شي.

همدارنګه په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د علومو پرمختګ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همغږي ته اړتیا لري او دا همغږي باید نوره هم پیاوړې شي.

له بلی خوا په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ په نړیوالو علمي پروګرامونو کې د ګډون، د ګډو علمي نندارتونونو د جوړولو او د تجربیاتو د تبادلې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په هېواد کې د علومو د ودې او پرمختګ لپاره د علمي بنسټونو ترمنځ یادې ناستې باید دوام وکړي او د ګډ تفاهم‌لیک پر بنسټ به همکارۍ پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۵۴
Background image

کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د فراغت جشن لومړۍ دوره جوړه شوه

د کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د دغه ښوونیز مرکز د محصلینو د فراغت په مناسبت فراغت غونډه جوړه کړه. په دې مراسمو کې د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه. نوموړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه. د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۲
Background image

د ارزګان ولایت محبوسینو ته د سولر سیسټم د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرام پیل شو

د سولر سیسټم لنډ مهاله حرفوي پروګرام د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د یاد ولایت د محبس د مسوولینو په همکارۍ د دغه ولایت په محبس کې پیل شو. په یاد ښوونیز پروګرام. . .

BACK TO NEWS