د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې مالي او اداري غونډه ترسره شوه!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۱۷:۱۵
tveta116

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې مالي او اداري غونډه د دغه ادراې د مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ادارې مالي رئیسانو، امرینو او خدماتو ریاست رئیس هم ګډون درلود، چې په اداري موضوعاتو لکه د الکترونیکي حاضری فعالول، په اداره کې د انټرنټ زیاتوالي، د ډیپو لپاره د ډیجیټل ډیټابیس د جوړولو او د NTA د کارکوونکو د قرارداد د تمدید په اړه بحث وشو.

غونډې کمیټو ته دنده وسپارله چې پورتنۍ ستونزې وڅیړي او په راتلونکې ناسته کې یې د حل لپاره وړاندیزونه وکړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د انسټیتونو په ترانسپورتي وسایطو کې دې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې تابلو ونښلول شی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS