د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هالنډ "ایتو" موسسې له چارواکې سره خبرې اتری وکړې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۲:۲۱
ITO

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت هالنډ "ITO" موسسې له چارواکې هانس اوترلو سره په مجازي ناسته کې خبری اتری وکړی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري د دې خبرو تمرکز و.

ښاغلي شهامت د ایتو موسسې د یوولس (۱۱) کلنو کړنو ستاینه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د دغې پروژې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ، چې د "آیتو" موسسې همکاري او ملاتړ بايد له هر ډول سياسي مسايلو او شرايطو پرته وي.

هغه زیاته کړه چې دا مهال د افغانستان خلک د پوهنې په برخه کې لا زیاتو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د هالنډ «ITO» موسسې چارواکې هانس اوترلو له دغې ادارې سره د همکاریو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او په افغانستان کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د دوی رول مهم وباله.

هغه د تخنیکي او مسلکي زده کړو پوهنتون علوم کاربردی د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه او ویې ویل: موږ کولای شو چې پوهنتون علوم کار بردی په ملاتړ او د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو په درلودلو سره دغه اداره لا پیاوړې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS