د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د جمهوريت انسټیټوت او کابل د کڼو عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱:۱۲
tveta52

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل؛ په کابل کې د ښځو د ادارې او تجارت، جمهوریت انسټيټوټ او د کڼو له لېسې څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي فاضل لومړی د جمهوریت له انستیټوټ څخه څارنه او د یاد انسټیټوټ له چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د جمهوریت انسټیټوټ امر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ته د یاد انسټیټوټ په اړه بشپړ توضیحات ورکړل.

د جمهوريت انسټیټوټ امر په وینا په دغه انسټیټوټ کې له څلورم څخه تر څوارلسم ټولګي پورې ښځینه زده کوونکي زده کړې کوي.

دا مهال ددغه انسټيټوټ د ابتدائیه دورې زده کوونکو درسونه روان دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر وويل، چې د ښځینه ښوونځيو په پرانيستلو کار روان دى او ډېر ژر به بېرته پرانيستل شي.

نوموړي د انسټیټوټ د کارکوونکو او استادانو د معاشونو په اړه هم ډاډ ورکړ.

ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړوادارې مشر د کڼو له لېسې څخه ليدنه او د یادې لېسې له تدريسې بهير څخه يې څارنه وکړه.

د کڼو مسلکي لېسې مسوولینو خپلې ستونزې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیس سره شریکې کړې او ښاغلي فاضل ډاډ ورکړ چې د کڼو لېسې د ستونزو هوارول یې لومړیتوب دی او دې مسئلې ته به په کلکه پاملرنه وشي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس هم د کڼو لېسې درسې موادو څخه ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو به کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS