د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي د یوناما له رئیس سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې «روزا اتونبایوا» او د ملګرو ملتونو (یونسکو) سازمان تعلیمي، علمي او کلتوری چارو له مشرې «پیتریشیا مک فیلیپس» سره وکتل.
په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس، مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان اوهمغږۍ ریاست سرپرست نيک محمد نېکمل هم حضور درلود.
په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي تخنيکي او مسلکي زده کړې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې وبللې.
په افغانستان کې د یوناما مشرې مېرمن «روزا اتونبایوا» د دې مهمې ناستې له ترسره کېدو خوښي وښوده او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د یوناما د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د یونسکو مشرې مېرمن «پیتریشیا مک فیلیپس» د هوکړه لیک پر لاسلیکولو او د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي چارو معين مولوي غلام سعيد احساس د ښځو د زده کړې او کار په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د ښځو د زده کړې او کار ستونزه به ډېر ژر حل شي او هيله لرو چې د علم زده کړه له سياست څخه جلا شي.
دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ.