د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له مسئولینو سره خبرې وکړې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۲:۳۸
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدرشهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د «سرف» مؤسسې له اجرائیه رئیس ښاغلي «کیندي» او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس هم حضور درلود.

د دغه خبرو اترو اساسي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ځانګړو زده کړو په برخه کې «سرف» مؤسسې مرسته کول دي.

د دغه مجلس په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ددغه ادارې د بېلابېلو برخو په هکله مفصل تشرېحات ورکړل.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د ځانګړو زده کړو ۱۶ ښونیز مرکزونه لري، او هغه کسانو ته چې د نه اورېدلو او نه لیدلو معلولیتونه لري مسلکي زده کړې ورکوي.

د «سرف» مؤسسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي چې د هغه له جملې څخه یو هم معلولو کسانو ته د توانایي ورکولو برخه ده.

له بل پلوه د «سرف» مؤسسې اجرائیه رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په لیدنه کې تعهد وکړ چې د خاصو زده کړو د استاذانو د ظرفیت په لوړولو کې به له ادارې سره همکاري کوي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ظرفیتونو او د «سرف» مؤسسې له همکاریو څخه باید د ځانګړو زده کړو په برخه کې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS