د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۰:۲۷
معین سیاسی وزارت خارجه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

 په دې کتنه کې چې د قطر په کوربه توب د جینوا په نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز کې د جوړ شوي موټر د شریکولو لپاره د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

په دې کتنه کې لومړی ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کړنې او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې د دیادې ادارې د نوښت په مرکز کې د نوښتګرو ځوانانو له خوا موټر جوړ شوى او په پام کې ده چې په قطر کې د جينوا په نړيوال نندارتون کې يې نندارې ته وړاندې شي.

ښاغلي شهامت په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي د ځوانانو په هڅونې ټينګار وکړ او د یاد وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره يې د همکاريو ډاډ ورکړ .

ښاغلي ستانکزي وویل، د بهرنیو چارو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ دې د همغږۍ لپاره یوه کمېټه جوړه شي او هوکړه وشوه چې د دواړو ادارو ترمنځ دې همغږي پراخه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS