د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا سره وکتل
د افغانستان د اسلامي امارت رئیس الوزرا ښاغلی مولوي محمد حسن اخند د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت ومانه.
په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د مشرتابه له کړنو څخه مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له نوښت مرکز څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ او دغه مرکز ته يې يوه اندازه نغدې پيسې هم ورکړي.