د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي سیسټمونو په اړه مشورتي ورکشاپ ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۵۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ، سیستمونو او احصایې آمریت د معلوماتي سیسټم د نهايي کولو په موخه مشورتي ورکشاپ ترسره شو.

دغه برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بېلابېلو برخو د ۵۰ تنو کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

د معلوماتي ټکنالوژۍ، سسټمونو او احصایې آمر انجنیر شریف احمد راسخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي سیسټمونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د معلوماتي ټکنالوژۍ، سیستمونو او احصایې آمر  د دغې برنامې په پیل کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په معلوماتي سیسټم کې د معلوماتو راټولول، تحلیل او راپور ورکولو برخې شاملې دي.

ښاغلي راسخ د دغه سیسټم موخې او ګټې بیان کړې او زیاته یې کړه، چې اطلاعاتو ته پر وخت لاس رسی، د وخت له ضایع کېدو مخنیوی او په احصایې او معلوماتو کې شفافیت د یاد سیسټم ځانګړتیاوې دي.

دغه معلوماتي سیسټم د ملګرو ملتونو  تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په ملاتړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې عملي کېږي.

له بلې خوا په افغانستان کې د یونسکو د احصایې او معلوماتو برخې کارپوه انجینر محمد داوود مدکر د یو پرزنټیشن د وړاندې کولو پر مهال د دغه سیسټم د بېلابېلو برخو په اړه توضیحات ورکړل.

ښاغلي مدکر وویل، په دغه سیسټم کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلینو، کارکوونکو او ښوونیزو مرکزونو د معلوماتو په ګډون ټول مواد شامل دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په دغه سیسټم کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو  مرکزونو  د کارکوونکو او محصلینو لپاره "یوزر" او "پروفایل" جوړیږي چې ټول اړتیا وړ معلومات به پکې ثبتیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې معلوماتي سيسټم به له نهايي کېدو وروسته په دغې ادارې کې پلي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS