د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۰:۵۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي په ننګرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسؤلینو په ناسته کې له ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل سره د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې.

د غونډې ګډونوالو د ننګرهار تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې او ننګونې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې.

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په داسې حال کې چې د ننګرهار د تخنيکي مرکزونو اړتياوو ته د پاملرنې ژمنه وکړه، مسؤلينو ته يې د ځينو مسايلو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS