د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست له لوري د نیمروز ولایت، پلازموینې د تخنیک لېسه وڅېړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۲:۱۱
tveta

ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس او ورسره مل پلاوي په نیمروز ولایت کې د زرنج تخنیکي لېسې وضعیت وڅېړه.

هغوی د دغه زده کړې مرکز ټول اسناد وڅېړل، او د استادانو د تدریس څخه یې لیدنه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي مولوي شهامت د زرنج د تخنیکي لېسې د زده کوونکو او کارکونکو ستونزې واورېدې، د ستونزو د حل سربېره یې مسؤلینو ته د زرنج د تخنیک لېسې ارتقاء انستیتوت ته، د عملي زده کړو د وسایلو برابرول، د ښوونکي او زده کوونکي څانګې او شپې ليسې جوړولو وعده ورکړه، مسؤلینو ته یې لارښونه وکړه چې د هېواد د ځوانانو په روزنه کې هلې ځلې وکړي.

همدا شېبې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس او مل پلاوی په نیمروز ولایت کې دي.

له دې مخکې، هغوی د باغیس، هرات او فراه ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS