د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل د ښکلو هنرونو او میخانیکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۱
tveta77

ښاغلی نورمحمد عزیزي؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل ښار د ښکلو هنرونو او صنایع او همدارنګه میخانکې انسټیټونو څخه لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس لعل پادشاه او د تعلیمي څارنې آمر احمد صمیم یعقوبي هم حضور درلود.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال؛ د یادو انسټیټونو له مسوولینو سره وکتل؛ ددې لیدنې موخه دا وه چې د یادو انسټیټونو د تولید او عوایدو په بڼه بدلولو لپاره یو ځانګړی طرحی جوړه کړی.

ښاغلي عزیزي همدا راز زیاته کړه: چې مونږ د ا.ا.ا ریاست الوزرا ته وړاندیز کوو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې انسټیټونو لپاره ځانګړی بودیجه په پام کې ونیسی، تر څو د اړتیا وړ خام مواد ورته برابر کړو.

هغه وويل: زه د خصوصي تولیدی سکټور سره هم خبرې کوم چې خپلې تجربې له موږ سره شريکې کړي، ترڅو زموږ تخنيکي انسټیټونه په توليدي او عايداتي کچه بدل شي.

د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال له دغه انسټیټونو له استادانو وغوښتل چې د تولیدي څانګو د اړتیاوو د برابرولو لپاره دې یو ځانګړی طرحه جوړه کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS