د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دقانون د بیا کتنې جلسه جوړه شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۴:۵۸
نشست رهبری

د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د قانون مسوده چې د تعین شوې کمیټې لخوا په 40 مادو کې جوړه شوې وه د بیا کتنې جلسه د تخنیکي او مسلکي زده ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په مشری جوړه شوه، چې دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاون مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي چارو معاون مولوی غلام سعید احساس په شمول د ادارې رئیس صاحبانو او همکارانو ګډون درلود، د قران کریم له تلاوت وروسته د قانون مسوده د ادارې حقوقي سلاکار مولوي شاه میر غوري، او حقوقي کارشناس حقوق دان حکمت الله روحاني لخوا په تفصیلي ډول تشریح شوه چې مشمولینو په مسوده کې د اصلاحاتو او تعدیل په اړه خپل نظریات او مشورې ورسره شریکې کړې.

دا لومړی ځل دی چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره مستقل قانون چې (40) مادې لري جوړیږي له دې مخکې به د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې د پوهنې د قانون له مخې تنظیمولې چې محصلین، استادان او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړې وه، ان شاء الله چې د قانون په تصویب سره به د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ډیر پرمختګ وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS