د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د کابل ولایت انسټېټیوټونو او ښوونځیو د ستراتېژۍ مسودې په اړه مشورتي غونډه جوړه شو

haroon
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۱۱:۴۸
Strategic-meet

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې مشورتي غونډه نن پنجشنبه د پلان او ارزیابۍ سرپرست ریس ښاغلي جلال الدین عطايی تر مشرۍ لاندې، چې مالي او اداري مرستیال محترم محمد ادریس اعظم، د مقام دفتر سرپرست محمد فهیم شریفی او د کابل ولایت څخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټیوټونو او ښوونځيو آمرينو پکې ګډون درلود، د یادې ادارې په کنفرانس خونه کې جوړه شوه په یاده غونډه کې ګډونوالو د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ جوړونې په اړه د مشورې اغيزمنتوب، له ولایتي ادارو څخه نظر غوښتنه او د انسټېټیوټونو او ښوونځیو له مسؤلينو څخه د نظریاتو او وړانديزونو په راټولولو بحث او خپل نظرونه تبادله کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS