د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یوې دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې د هیواد د پوهنې وزارت له سرپرست ښاغلي حبیب الله آغا سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

دواړو خواوو په دې ناسته کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او ښاغلي حبیب آغا ترمنځ په کتنه کې، په هیواد کې د تعلیمي سکتور پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وشو.

نوموړو په خپلو ویناوو کې په هیواد کې د تعلیمي سکتور دندو او مسؤلیتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا سکتور ډیر کار او فعالیت ته اړتیا لري.

دغه راز په دې جلسه کې د هیواد د تعلیمي چارو اړوند پر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS