د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د (جه آر اس) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کول

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۲۲
tveta31

د تخنیکي او مسلکی زده کړو اداری د (جه آر اس) مؤسسی سره هوکړه لیک لاسلیک کړ ترڅو په کابل، هرات او بامیان ولایتونو کې د ځوانانو لپاره تخنیکي او مسلکي مهارتونه چمتو کړی.

دغه هوکړه لیک د پنجشنبې په ورځ (غبرګولې ۲۰) د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشری میرمن ندیمه سحر او (جه آر اس) مؤسسی رئیس ښاغلي جیرم سیکویرا ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک موخه په هرات او بامیانو د ولایتونو په شمول د مرکز کابل په ځینو برخو کې د میرمنو لپاره فنی حرفوی او مسلکې زده کړو له جملې موبایل ترمیم، خیاطی، غالیو اوبدل، لاسی ګنډل او د چرګانو روزنې کورسونو جوړول دی.

د هوکړه لیک پر اساس، په تعلیمي برنامو کې د زده کوونکو لپاره اړین درسي کتابونو، درسي موادو او قرطاسیې چمتو کول د "جه آر اس" محترمې ادارې مسؤلیتونو برخه ده. د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم ژمنه ده چې د ټولګیو، چوکیو، میزونو او برښنا په ګډون مناسب زده کړه ییز چاپیریال چمتوکړی.

ویل کېږی چې (جه آر اس) یو نړیوال سازمان دی چې د (۵۵) څخه ډیرو هیوادونو کې د مهاجرینو، بیرته راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره کار کوي. د دې موسسې اصلي تمرکز د لومړني اړتیا له امله تعلیم او مسلکي مهارتونو باندې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS