د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس مفتي نجم الدین حقاني په وینا او د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.
هغه په خپله وینا کې د ایمان او د اخرې خاتمې په هکله خبرې وکړې.
مولوي حقاني د قران عظيم الشان د آيتونو او احادیثو په رڼا کې د ايمان اهميت ته په اشارې سره وويل، يو ناوړه عمل د دې سبب ګرځي چې یو مسلمان بې ايمانه له دنیا لاړ شي.
يه دغه ناسته کې ښاغلي حقاني د عقیدې او فکر په اصلاح، د فرایضو اهتمام، دعا او شکر ادا کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې مسلمانان باید له ټولو بدو کارونو څخه ډډه وکړي.
دغه غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.